مالي کې د اسلامپالو پر ضد پوځي عمليات کیږي

د مالي لنډ مهالي حکومت ويلي، د دغه هېواد په شمال کې وروسته له هغه چې اسلامپالو د غلا په تور د يوه کس لاس پرې کړ پوځي عمليات کېدونکي دي.

د حکومت له لوري په خپرې شوې وينا پاڼې کې راغلي چې په عام محضر کې د بدن د غړو غوڅول د دوى په وينا د اسلامپالو چې د شمال ولکه يې په لاس کې ده د تېريو په لړ کې يوه نوې ناوړه کړنه ده

په همدې ترڅ کې د سوېلي افريقا هېوادونو د ټولنې ايکوواس چارواکو د مالي په پلازمېنه بامه کو کې له افريقاى ټولنې او ملگرو ملتونو سره د مالي په شمال کې د شونې لاسوهنې په تړاو خبرې پيل کړي چې موخه يې له اسلامپالو د شمال بېرته نيول دی