پاکستان ۲۰۰ هندوانو ته هند ته د تلو اجازه ورکړې

پاکستاني چارواکو د پاکستاني هندوانو څه باندي دوه سوه کسيزې ډلي ته چي له هندوستان سره پر پوله را ګرځول شوي وو، هند ته د اووښتو اجازه ورکړې.

د هندوانو دغه لسگونه کورنۍ لاهور ته نژدې پر واګا بندر کې ايسارې شوې وې.

د پاکستان يو شمېرهندوان د هغه څه له امله چې پراخېدونکې ناامني او ځورول يې بولي، له پاکستانه هند ته ځې.

دا کورنۍ ډېری د سند ايالت دي چې وايي د کورنيو خونديتوب او مذهبي آزادي يې له خطر سره مخامخ وه.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک د هند له خوا هندوانو ته د ويزې ورکړه سياسي بللې، او غندلې يې ده.