بنګله دېش کې تندر ګڼ کسان وژلي دي

په بنګله دېش کې پولیس وايي د دې هېواد په شمال کې یوې لېرې پرتې سیمې کې د تندر د راپرېوتو له امله لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي دي.

خبریالان وايي قربانیانو د تراوېح لمونځ پای ته رسولی وو چې د د الصالح په کلي تندر راپرېوت.

یوه عیني شاهد ویلي تندر د جومات پر برېښنايي سیستم راپرېوت.