هند کې ۴۰ کسان وژل شوي

د هند په شمال کې د مساپرو یو بس یوې ژورې کندې ته غورځېدلی او لږترلږه ۴۰ تنه یې وژلي دي.

راپورونه وايي دغه موټر هغه وخت کندې ته وغورځېد چې د ګمبا په غرنۍ سیمې کې له سړکه ووت.

چارواکي وايي دا لا نه ده روښانه چې څه شمېر کسان په موټر کې سپاره وو.

د ژغورنې ډلې د پېښې سیمې ته په لار دي او وېره شته چې ښايي د تلفاتو شمېره نوره هم لوړه شي.

هند د سړکونو د خوندیتوب له پلوه یو له ډېرو کمزورو هېوادونو بلل کیږي چې له امله یې هر کال لسګونه زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.