مېټ رامني خپل مرستیال ونوماوه

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند مېټ رامني نن خپل مرستیال ونوماوه.

ښاغلي رامني د جمهوري غوښتونکي ګوند د بودجې د کمېټې مشر او محافظه کار ۴۲ کلن پاول رایان خپل مرستیال ټاکلی دی.

ښاغلي ریان د ولسمشر اوباما د روغتیا په برخه کې د اصلاحاتو پروګرام له ننګونو سره مخ کړی دی.