ماين چاودنې د لغمان د عليشنګ ولسوال وژلی

د افغانستان په ختيځ کې چارواکي وايي چې د لغمان د عليشنګ ولسوال په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.

ولايتي چارواکي وايي فريد الله نيازی نن د ورځې شاوخوا ۱۲ بجې له خپلو دريو ساتونکو سره ووژل شو.

د ده موټر د مرکز مهترلام او عليشنګ ترمنځ د لارې په اوږو کې پر خښ شوي ماين ور برابر شوی دی.

طالبانو د دغه بريد مسؤوليت منلی دی.