نايجريا کې سېلاوونو له ۳۰ ډېر کلي لاندې کړي

په مرکزي نیجریا کې له ۳۰ ډیر کلي د وتلو سیلاونو اوبو لاندې کړي دي.

د پلاټیو ایالت سیلاونو ځپلی، دغلته بیړني عملیات پیل شوي او خلک اړ ایستل شوي چې د ځانونو د ژغورلو لپاره ونو او د غونډیو سرونو ته وخیژي.

دغه راز تیره میاشت هم په پلازمینه جوس کې سیلاونو له ۴۰ ډیر کسان ووژل او ۳۰ نور تراوسه هم لادرکه دي.