شمالي هند کې ۵۲ وژل شوي

په شمالي هندوستان کې یو مساپر وړونکی بس یوه ژور ګړنګ ته ولوېد، چې په کې ناست ۵۲ تنه وژل شوي دي.

په رپوټونو کې ویل شوي چې پېښه د هماچل پردېش په چامبا نومي غرنۍ سیمه کې هغه مهال وشوه چې دغه بس له خپلې لارې ووت.

د ځايي پولیسو یو چارواکی سونیل چودري وايي د پېښې یو شمېر قربانیان ماشومان دي.