امریکايي بېړۍ د فارس خلیج کې ټکر شوې

امریکايی بحري ځواکونه وايي د دوﺉ یوه بېړۍ د فارس په خلیج کې، چې له ګڼې ګوڼې ډکه بحري لار ده، له یوه تېل وړونکي ټانکر سره ټکر شوې ده.

د جاپاني تېل وړونکي ټانکر او امریکايي جنګي بېړۍ تر منځ په دغه ټکر کې، چې هرمز تنګي ته څېرمه وشو مرګ ژوبله نه ده شوې.

دغه جنګي بېړۍ په بحرین کې د دېره امریکايي مرکزی جنګي بېړۍ له خوا ځای په ځای کیږي.