د برما له مسلمانانو سره ۵۰ ميليونه ډالره مرسته

د سعودي عربستان د رسنيو د رپوټونو ترمخه د دسعودي پاچا عبدالله د برما مسلمانې لږکيو روهينجا ته د پنځوس ميليونو ډالرو په ارزښت د مرستو د استولو لارښوونه کړې ده.

د روهينجا په لسگونو زره خلک برما کې د مذهبي تاوتريخوالي له کبله تښتيدلي چيرې دوى د هيواد د وگړو په توگه نه پيژندل کېږي.

په دغه هېواد کې سلګونه کسان وژل شوي او ډېرو کورنو ته اور اچول شوی دی.