په جلال اباد کې چاودنې ۵ تنه ټپيان کړي

افغان چارواکي وايي، په ختیځ جلال اباد ښار کې د یوې بمي چاودنې پنځه تنه ټپیان کړي دي. د ننګرهار د والي د ویاند وايي، په یوه رېکشه کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو چې نن سهار د جلال اباد ښار د ایستيناف څارنوالۍ مخې ته وچاودېدل. تر اوسه د دغې چاودنې موخه نه ده مالومه شوې او نه یې هم چا پړه پر غاړه اخېستې ده.