د لندن اولمپیک لوبې پای ته ورسېدې

لندن کې د اولمپيک لوبې د برتانيا د خلکو د موسيقۍ او کلتور د بيسارو نندارو په وړاندې کولو سره پاى ته ورسيدې . د بيټلز ، کوين او اوسيس په نوم د برتانيا دموسيقۍ سترو ډلو سندرې وويلي .

د اولمپيک بيرغ د برازيل پلازمېنې رو دي جينورو ښار ښاروال ته وسپارل شو .دغه ښار به د اولمپيک د ٢٠١٦ کال د لوبو کوربه وي چې د جنوبي امريکا لومړى هيواد دى چې دغه وياړيې گټلي دى .

مخکې له دې چې د اولمپيک لمبه مړه شوه ، د مراسمو گډونوالو د برازيلي موسيقۍ ننداره وکړه .

دلندن لوبې بريالي وبللې شوي او د امريکا ولسمشر بارک اوباما له دې کبله د برتانيا لومړي وزير ډيويډ کاميرون ته مبارکي وويله