''ملا برادر پاکستان کې دی''

افغان چارواکو د طالبانو له دويم پخواني مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي چې پاکستان کې بندي دى .

د افغان ولسمشر دملي امنيت سلاکار رنگين دادفرسپنتا د رويټرز خبري ايجنسي ته دغه خبره کړې ده او ويلي دي چې يوه افغان پلاوي دوه مياشتي دمخه پاکستان کې له ملا برادر سره کتلي دي .

په ٢٠١٠ کال کراچې کې تر نيول کيدو وروسته ملا برادر پاکستان کې بندي دي .

دپاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک هم ددې خبري پخلى کړى دى او ويلي دي چې افغان پلاوى ته يې له ملا برادر سره د کتنې امکانات برابر کړي دي .

د ې ته د اسلام اباد د يوه داسې گام په توگه کتل کېږي چې گنې غواړي په افغانستان کې د جوړجاړي په هڅو کې مهم رول ولوبوي .