کياني د ترهګرۍ پر وړاندې د ملي يووالي غږ کړی

د خپريدو وخت: 12:09 گرینویچ - سه شنبه 14 اگست 2012 - 24 زمری 1391

د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني د ترهګرۍ پر وړاندي د ملي یووالي غږ پورته کړی دی.

نوموړي د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ وینا کې وویل هیڅ هیواد متوازي سیستم نشي منلی.

ښاغلي کیاني په سیمه کې د اورپکو د تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه .

دی وايي د بنسټ پالنې او ترهګرۍ په وړاندی جګړې یوازي د پوځ جګړه نه ده، بلکې د ټول ملت جګړه ده.

تر دې وړاندي د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېتا ويلي وو چې پاکستان د امریکا پوځي چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان پولې ته نژدې په شمالي وزیرستان کې به عملیات پیلوي. د

خېبر پښتونخوا اعلی وزیر امیر حیدر خان هوتي بیا ویلي چې هیڅ داسي کومه پریکړه تر اوسه نه ده شوې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .