امريکا پر مصريانو د ګډ کار غږ کړی دی

د امریکا متحده ایالتونو د مصر پر ولسي او پوځي مشرانو غږ کړی چې په ګډه کار سره وکړي.

واشنګټن دا غوښتنه له هغه یوه ورځ وروسته کوي چې د مصر ولسمشر محمد مرسي د پياوړي پوځي مشر فيلډ مارشال حسين طنطاوي په ګډون د یوه بل لوړپوړي پوځي چارواکي د استعفی امر وکړ.

حسين طنطاوي هغه کس دی چې د حسنې مبارک تر را پرځېدو وروسته يې د واک د لېږد بهیر څارلی دی.