منموهن: د اقتصاد سوکه والی پر ملي امنيت اغېز کوي

د خپريدو وخت: 10:07 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391


د هند لومړي وزیر منموهن سنګ خبرداری ورکړی، چې د اقتصادي ودې په پرمختګ کې پاتې راتلل به د دغه هېواد پر ملي امنیت اغېز وکړي.

د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د وینا په ترڅ کې ښاغلي سنګ وویل، چې د سیاسي همغږۍ د نشتوالي له امله د ده حکومت د چټکې اقتصادي ودې په لاس ته راوړلو کې پاتې راغلی.

د تېرې کابو یوې لسیزې راهیسې د هند اقتصاد په خپل تر ټولو ټیټ سرعت کې پراختیا کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .