پنېتا: پر ايران د اسرايلو بريد حتمي نه دی

د خپريدو وخت: 05:01 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېتا هغه رپوټونه بې ارزښته وبلل چې ګواکې پر ایران د هغه هیواد د اتومي پروګرام له امله د اسرایلو برید حتمي دی.

ښاغلي پنیتا وویل متحد ایالتونه ګومان نه کوی چې اسرایلو دې پر ایران د برید پریکړه کړې وي.

پر همدې مهال کې د امریکا یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي جنرال مارتین دیمپسي پر ایران تور ولګاوه چې په سوریه کې دننه ملیشې جوړوي چې د بشار اسد د رژيم په پلوۍ وجنګیږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .