هندوستان مریخ ته بېړۍ لېږي

د خپريدو وخت: 16:09 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391

د هندوستان لومړي وزیر من موهن سنګ وايي هېواد يې په پام کې لري، چې د مریخ مدار ته یوه بې پیلوټه فضايي بېړۍ ولېږي. نوموړي دغه کار د ساینس او تکنالوژۍ په برخه کې د خپل هېواد لپاره یو ستر ګام وباله.

په خبري رپوټونو کې ویل شوي دي په دغه بهیر به تر یو میلیون ډالرو پورې لګښت راشي او د دې فضايي بېړۍ د توغولو کار به د راتلونکي کال د نومبر په میاشت کې بشپړ شي.

یو شمېر کتوونکي وايي حکومت باید خپلې منابعې د بیخ بنا په جوړولو او د بیوزلې په کمولو ولګوي. د امریکا فضايي ایجنسي ناسا په دا وروستیو کې مریخ ته یوه فضايي ګاډی ولېږه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .