څلور تنه ایران ته د وسلو په قاچاق نيول شوي

د خپريدو وخت: 00:59 گرینویچ - پنجشنبه 16 اگست 2012 - 26 زمری 1391

په جرمني کې پولیسو څلور کسان ایران ته د وسلو د قاچاق په تور نيولي دي.

په دغو څلورو نیول شویو کسانو کې درې يې دوه ګونی یانې ایرانی او جرمنی تابعت لري.

پر دوی تور دی چې د جالي کمپنیو له خوا يې ایران ته ځانګړي والونه لېږدول.

ایران هڅه کوي چې د اراک سیمې ته نژدې اټومي بټۍ جوړې کړي چې لوېدیځ حکومتونه وېره لري ښايي د اټومي بم د جوړولو په موخه به دغه هېواد په کې پلوتونیم تولید کړي خو ایران وايي اتومي پرواګرام يې د سوله ییزو موخو لپاره دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .