کندهار د بهرنیو ځواکونو الوتکه را غورځېدلې

د خپريدو وخت: 08:11 گرینویچ - جمعه 17 اگست 2012 - 27 زمری 1391

د افغانستان په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو د یوې څرخي الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

په وژل شویو کې اووه یې بهرنيان او څلور افغانان دي.

طالبان ادعا کوي چې دغه الوتکه دوی راغورځولې خو ايساف وايي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو وياند ډگر جنرال گونټر کاټز وايي:

د پنجشنې په ورځ د ايساف يوه الوتکه راغورځېدلې ده، چې اووه امريکايي، درې افغان پوځيان او يو ژباړونکى په کې وژل شوي دي. د پېښې په اړه اوس پلټنې روانې دي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .