لبنان کې د یرغمل نیونې بهیر لا هم روان دی

د خپريدو وخت: 14:54 گرینویچ - جمعه 17 اگست 2012 - 27 زمری 1391

په لبنان کې د خلکو د یرغمل نیونې بهیر لا هم روان دی.

وروستي راپورونه وايي دوه تنه نور هم تښتول شوي دي.

دا کسان یوه ورځ وروسته تر هغه یرغمل کیږي چې یوه شیعه ملا د یو شمېر ترکانو او سوریانو تر نیولو وروسته ویلي وو، نور به څوک نه یرغمل کیږي.

ښاغلي مقداد ویلي دوی له نویو یرغمل شویو سره سر او کار نه لري.

دوی لا هم ګڼ شمېر یرغمل په خپلې ولکې کې ساتلي او غواړي چې د مشق د یاغیانو د کورنۍ یو غړی ورخوشې کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .