افغان پولیس بهرني عسکر وژلي

د خپريدو وخت: 14:51 گرینویچ - جمعه 17 اگست 2012 - 27 زمری 1391

د فراه ولایت یوه سیمه ییز پولیس پر بهرنیو عسکرو ډزې کړي دوه تنه یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

آیساف هم د خپلو دوو عسکرو وژل کېدل منلي او وايي برید کوونکی په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.

بل پلو د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې هم یوه افغان پوځي پر بهرنیو عسکرو د ټوپک خوله وراړولې او دوه تنه یې ټپي کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .