جنوبي افريقا کې ګڼ کان کنستونکي وژل شوي

د خپريدو وخت: 08:15 گرینویچ - جمعه 17 اگست 2012 - 27 زمری 1391

په جنوبي افريقا کې پوليسو پر زرگونو کان ايستونکو چې په احتجاج ېې لاس پورې کړى ډزې کړې دي، چې گڼ کسان ېې وژلي او ژوبل کړي دي.

د جنوبي افریقا د پولیسو یوه چارواکي منلې چې په پېښه کې ۳۰ تنه وژل شوي دي.

يوه عيني شاهد ويلي دي د يوه کان نه د باندې ېې چې له پلازمېنې جهانسبرگ نه ۱۰۰ کيلو متره لېرې دى د ۱۸ کسانو مړي شمېرلي دي.

دى وايي پوليسو له وسله بندو احتجاج کوونکو غوښتنه کړې وه چې وسلې په ځمکه کېږدي او لاړ شي.

لاریون کوونکو د خپلو معاشونو د لوړېدو غوښتنه کوله.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .