م.م د احمدي نژاد خبرې اسراییلو ته سپکاوی وباله

د خپريدو وخت: 05:30 گرینویچ - شنبه‬ 18 اگست 2012 - 28 زمری 1391

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د ایران د ولسمشر محمود احمدي نژاد پر هغو څرګندونو نیوکه کړې، پر اسراییلو یې د بریدنو په تړاو کړې وې.

د جمعې په ورځ ولسمشر احمدي نژاد په یوه لویه غونډه کې اسراییل د بشریت لپاره یو سپکاوی بللی و او زرګونو لاریونیانو پر اسراییلو د مرګ شعارونه ورکول.

ښاغلي بان د ایران د ولسمشر دغه څرګندونې سپکاوی او فتنه پاورونکي بللي او ویلي دي، چې د سیمې مشران باید د ترینګلتیا د ډېرېدا پرځای، د ترینګلتیا د کمېدا لپاره څرګندونې وکړي.

ځینې اسراییلي رسنۍ داسې رپوټونه ورکوي، چې ښايي اسراییل په روان کال کې د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .