د فيلپين د کورنيو چارو وزير ورک دى

د خپريدو وخت: 16:33 گرینویچ - شنبه‬ 18 اگست 2012 - 28 زمری 1391

د فلیپين د کورنیو چارو وزیر، جیسي روبریډو د الوتکې په لویدو کې ورک شوى دی.

چارواکي وايي، د وزیر د سپرلۍ الوتکه د فلیپین د منځني ایالت مسبات په سمندر کې هغه مهال راپریوته ، چې غوښتل یې بيړنۍ ناسته وکړي.

د وزیر یو سلا کار کب نیونکو ژغورلی دی.

خو پولیس وايي، د الوتکې د دریو نورو مسافر د ژغورنې عملیات د تیارې له خوریدو څو ساعته وروسته ځنډیدلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .