برتانيوي پارلمان پر لوى بانک نيوکه وکړه

د خپريدو وخت: 16:32 گرینویچ - شنبه‬ 18 اگست 2012 - 28 زمری 1391

په برتانیا کې د پارلمان یوې پلټونکې ډلې، پر بارکلېز بانک نېوکه کړې، چې په تیرو څو کلونو کې په داخلي چارو کې يې کنټرول نه درلوده.

دغه پارلماني ډله د بانکونو ترمنځ د پورونو په راکړه ورکړه کې د نرخونو د تقلب په اړه پلټنه کوي.

د پارلمان غړي وايي، د دغه بانک پخواني مشر سر باب ډیمانډ پلوټکي کمیټې ته د لوړې کچې شواهد ورکړي دي.

هغه تیره میاشت له دې امله استعفا وکړه، چې بارک لیز بانک دپورونو په نرخ کې لاسوهنې په جرم ۴۵۰ میلیون ډالره جریمه شو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .