د روسیې په انګوشېتیا کې ځانمرګی برید شوی

د خپريدو وخت: 16:43 گرینویچ - 19 اگست 2012 - 29 زمری 1391

د روسیې د قفقاز په انګوشېتیا سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله اووه تنه پولیس وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰ نور ټپیان دي.

پېښه د یوه پولیس افسر به وروستیو مراسمو کې وشوه، چې د شنبې په ورځ په ډزو وژل شوی و.

چارواکي وايي چاودنه هغه مهال وشوه، چې وژل شوي پولیس په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه ځای ته ورسېدل.

دغه پېښه له هغه یوازې یوه ورځ وروسته کیږي، چې یوه وسله وال سړي، چې مخ یې پټ کړی و د شمالي قفقاز د داغستان سیمي په یوه جومات کې اته تنه په ډزو سره ټپیان کړل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .