چینایانو د جاپان په ضد لاریون وکړ

د خپريدو وخت: 17:14 گرینویچ - 19 اگست 2012 - 29 زمری 1391

د چین په لږ تر لږه اتو ښارونو کې د جاپان په ضد مضاهرې شوې دي.

په دې مظاهرو کې سلګونه کسان برخه اخیستې وه او په ځېنو سیمو کې د مظاهرو د ګډونوالو شمېر زرګونو کسانو ته رسېده.

مضاهره کونکي د چین بېرغ له ځان سره وړه او له جاپانه يې غوښتنه کوله چې لانجمن ټاپوګان پرېږدي.

د جاپاني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې یو شمېر مظاهره کونکو په جاپان کې جوړ شویو ګاډو او رستورانتونو ته زیان رسولی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .