لیبیا پلازمېنه کې چاودنې شوي

د خپريدو وخت: 11:34 گرینویچ - 19 اگست 2012 - 29 زمری 1391

له لیبیا څخه په راغلو رپوټونو کې ویل شوي چې د دغه هېواد په پلازمېنه طرابلس کې دوې موټر چاودنې شوې دي.

له دې چاودنو څخه یوه د ښځینه پولیسو اکاډمۍ ته نژدې شوې ده او بله هم د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه.

په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې په هغه چاودنه کې، چې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه شوې دوه تنه وژل شوي او د بلې چاودنې د تلفاتو په اړه دم ګړۍ څه نه دي ویل شوي.

امنیتي ځواکونو د دواړو پېښو سیمې کلا بندې کړې دي.

په طرابلس کې دامنیتي چارو مسوول د دې بریدونو پړه د پخواني ولسمشر ډګروال معمر قذافي په پلویانو اچولې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .