قرغزي پوله ساتونکي خپل ۴ ملګري وژلي دي

د خپريدو وخت: 13:46 گرینویچ - دوشنبه 20 اگست 2012 - 30 زمری 1391

په قرغزستان کې پوليس وايي يوه سرحدي ساتونکي خپل څلور ملګري د هېواد په ناارامه پوله کې وژلي دي.

د وژل شويو د يوه ښځه هم په بريد کې وژل شوې ده.

دغه بريد په سيمه کې د دا وړ بريدونو د لړۍ وروستی هغه دی.

تېره اوونۍ قرغزي چارواکو وويل په يوه لرې پرته سيمه کې يې يوولس جسدونه چې سوي وو، وموندل.

دوه مياشتې وړاندې هم يوه قرغزي پوله ساتونکي اعتراف وکړ چې خپل ۱۴ ملګري يې له چين سره پر پوله وژلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .