افغان پوليس په کندهار کې د ناټو سرتېری وژلی

د خپريدو وخت: 07:28 گرینویچ - دوشنبه 20 اگست 2012 - 30 زمری 1391

په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي يوه سړي چې د افغان پوليسو جامې يې پر تن وې، د افغانستان په سويل کې د دوى پر يوه عسکر ډزې کړي او وژلى يې دى.

دا د هغو بريدونو د لړۍ وروستى هغه دى چې ظاهرآ د افغان پوځيانو له لوري ترسره کېږي.

دغه بريد داسې مهال شوى چې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا له افغان ولسمشرحامد کرزي نه په ټيلفوني خبرو کې غوښتي و چې افغان امنيتي ځواکونو ته د نويو کسانو د استخدام په بهير کې سمون راولي.

ده ويلي په دې سره به د سيمه ييزو ملگرو له لوري د بهرنيو عسکرو وژل کيدل ودرول شي.

د تيرې جمعې په ورځ په ورته يوه بريد کې دوه امريکايي عسکر د فراه په ولايت کې وژل شوي وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .