پاکستان قران ته د سپکاوي په تور مسيحي نجلۍ نيولې

د خپريدو وخت: 07:23 گرینویچ - دوشنبه 20 اگست 2012 - 30 زمری 1391

پاکستان کې پوليسو يوه ۱۱ کلنه مسحيي نجلې د قرانکريم پاڼو ته د سپکاوي په تور نيولې ده.

مسحيي مشرانو ويلي چې نيول شوې نجلۍ په رواني ناروغۍ اخته ده.

دغه نجلى پاکستان کې ديني مقدساتو ته د سپکاوي د قانون له مخې وروسته له هغه ونيول شوه، چې يوې ډلې گواښ وکړ چې اسلام آباد ته څيرمه به د مسحيانو کورونه وسوځوي.

شاوخوا۶۰۰ مسحيان د تاوتريخوالي له ويرې له خپلو کورونو تښتيدلي دي.

يوه حکومتي وزير وويل، چارواکو ته يې لارښوونه کړې چې د مسحيي لږکيو ساتنې او خونديتوب دې پام واړوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .