ماين د پاچا خان ځدراڼ د کورنۍ درې غړي وژلي

د خپريدو وخت: 07:41 گرینویچ - دوشنبه 20 اگست 2012 - 30 زمری 1391

د افغانستان په سويل ختيځ پکتيا کې د ماين يوې چاودنې د ولسي جرګې د پخواني غړي پاچا خان ځدراڼ د کورنۍ درې غړي وژلي دي.

د پکتيا امنيه قومندان زلمي اورياخېل بي بي سي ته وويل په وژل شويو کې د پاچا خان ورور، وراره او ماما شامل دي.

ولايتي چارواکي وايي پېښه د د پکتيا د ګردېزـ مهلن پر لار رامنځته شوې ده.

دا لا جوته نه ده چې د پاچا خان ځدراڼ په کورنۍ چاودلی ماين پخوانی وو، که تازه ښخ شوی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه نه ده منلې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .