روسيه کې ۶ تنه د ټولوژنې په تور محاکمه کېږي

د خپريدو وخت: 13:53 گرینویچ - دوشنبه 20 اگست 2012 - 30 زمری 1391

په روسيه کې شپږ کسه د دغه هېواد د سويل په يوه کلي کې د ټولوژنې له امله محکمې ته حاضر شوي دي.

دغلته د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې په يوه ورځ په يوه کور کې ۱۲ کسه ووژل شول چې ځېنې يې ماشومان وو.

هغه کسان چې تر قانوني څارنې لاندې دي ويل کېږي يو يې د سرګي تسپوک ډلې مشر، سوداګر او پخوانی ځايي سياستوال دی.

څارنوالان وايي دغه مشر په تېره يوه لسيزه کې په تښتونو، جنسي تېريو او وژنو کې لاس درلود.

خو ده دا تورونه رد کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .