کان کېدونکو ته د ورستنېدو لپاره يوه بله ورځ

د خپريدو وخت: 13:50 گرینویچ - دوشنبه 20 اگست 2012 - 30 زمری 1391

په جنوبي افريقا کې حکومت د پلاتينو کان کېدونکو ته، کار ته د دوی د بېرته ورستنېدو لپاره يوه ورځ بله هم ورکړې.

دوی له تېرې پنجشنبې راهيسې چې ۳۴ ملګري يې پوليسو د تنخوا لوړولو د يوې مظاهرې پر مهال ووژل، کاري اعتصاب کړی.

تر دې وړاندې د کان مسؤولينو دوی ته ګواښ کړی وو که د دوشنبې په ورځ هم اعتصاب ته دوام ورکړي، له دندو به يې وشړي، خو د کارګرو له ټولنو سره له خبرو وروسته يې دغه موده يوې بلې ورځې ته غځولې.

ډيری کان کېندونکي کار ته بېرته ورستنېدل د وژل شويو ملګرو سپکاوی بولي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .