امريکا د افغان پوځيانو بريدونو اندېښمنه کړې

د خپريدو وخت: 09:41 گرینویچ - دوشنبه 20 اگست 2012 - 30 زمری 1391

د امريکا لوړپوړی پوځي چارواکی د ناټو له قومندانانو او په افغانستان کې له لوړ رتبه چارواکو سره دغلته د افغان پوځيانو له لوري په بهرنيانو د مخ په زياتېدونکو بريدونو په اړه خبرې کوي.

د امريکا د پوځ د ګډو ځواکونو قومندان جنرال مارټن ډمپسي خبريالانو ته ويلي د کتنو اصلي هدف به يې د دا ډول بريدونو د ګراف لوړېدل وي.

د افغان ځواکونو په ډزو د بهرنيانو د وژلو وروستۍ پېښه هغه مهال په کندهار کې رامنځته شوه چې افغان پوليس خپل بهرنی ملګری په ډزو وواژه.

د ده په وژل کېدو سره په تېرو دوو اوونيو کې د افغانانو په ټوپکو د وژل شويو بهرنيانو شمېر لسو ته ورسېد.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .