سومالیا نوی پارلمان لري

د خپريدو وخت: 00:22 گرینویچ - سه شنبه 21 اگست 2012 - 31 زمری 1391

دا پارلمان په ۱۹۹۱ کال کې د حکومت له نسکورولو وروسته لومړنی هغه دی چې غړي يې په خپل هېواد کې دننه ټاکل کيږي.

په دې سره ۲۱۱ وکیلانو چې د سومالیا د مشرانو له لوري ټاکل شوي وو لوړه وکړه.

خو دا شمېر تر هغه ډېر کم دی چې اټکل يې کېده. د لوړې مراسم د موګادیشو په هوايي ډګر کې د امنیتي اندېښنو له امله نیول شوي وو.

پارلمان تر دې دمه د سومالیا د ولسمشر په ټاکلو کې پاتې راغلی دی. خبریالان وايي ښکاره ده چې په سومالیا کې ډېر پرمختګونه شوي خو داسې وېره هم شته چې اوسنی سیاسي نظام دېموکراتیک نه دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .