ترکيه کې بم چاودنې ګڼ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 00:45 گرینویچ - سه شنبه 21 اگست 2012 - 31 زمری 1391

له ترکيې نه رپوټونه وايي لږ تر لږه اته کسان د ګازیانتېپ Gaziantep په ښار کې د یوه موټر بم په چاودنه کې وژل شوي دي.

په لسګونه نور هم په دې چاودنه کې چې د پولیسو سټيشن ته نژدې شوې ټپیان شوي دي.

ګازیانتېپ Gaziantep د ترکيې په سوېل ختیځه برخه کې پرته سیمه ده او د کردانو کارګر ګوند یا PKK په کې فعاله دي.

پي کې کې PKK د کردانو لپاره ازادي غواړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .