د ایتوپیا لومړی وزیر د ۵۷ کالو په عمر ومړ

د خپريدو وخت: 11:43 گرینویچ - سه شنبه 21 اگست 2012 - 31 زمری 1391

د افریقا یو ډېر مباحثه یي مشر او د ایتوپیا لومړی وزیر مېلېز زیناوي د اووه پنځوس کلونو په عمر مړ شو.

ښاغلي زیناوي په ۱۹۹۱ کال کې واک ته ورسېد.

هغه هڅه وکړه چې د ایتوپیا اقتصاد بدل کړي او دیموکراسي پلې کړي، خو پر هغه د بشري حقونو په برخه کې نیوکې کېدی.

هغه په ۱۹۹۸ کال کې د اریتریا پر ضد جګړه وکړه او دغه راز سومالیا ته یې پوځیان ولېږل.

یوه بهرني سلاکار برکت سیمون بي بي سي ته وویل ښاغلی زیناوي له هېواده بهر په یوه روغتون کې مړ شوی دی:

''د کینیا لومړي وزیر رایلا اوډېنګا د ایتوپیا د ثبات په اړه خپله اندېښنه ښوولې. هغه ویلي حالات نازک دي او د قبیلیوي جګړو د دوام وېره شته.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .