زرداري قرآن ته د سپکاوي راپور غوښتی

د خپريدو وخت: 04:29 گرینویچ - سه شنبه 21 اگست 2012 - 31 زمری 1391

یوه پاکستاني وزیر پاول بهاتي Paul Bhatti ويلي د هغې ځوانې عیسوۍ نجلۍ په اړه ژوره اندېښنه لري چې د قرآن کريم د پاڼو د خرابولو په تور نیول شوې ده.

دغه نجلۍ چې ويل کيږي له ۱۱ نه تر ۱۳ پورې عمر لري اوس په زندان کې ساتل کيږي.

داسې رپوټونه هم شته چې وايي دغه نجلۍ عصبي ناروغه ده.

دغه وزیر بي بي سي ته وويل دی د دې نجلۍ د ټولې کورنۍ په اړه اندېښمن دی.

په سیمه کې ګاونډیان وايي نجلۍ د قران کریم پاڼې سوځولي دي.

پولیسو هم ويلي چې د قهرجنو ګاونډیانو له امله دوی مجبوره شو نجلۍ ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا قضیه ډېره خواشینونکې بللې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .