چین د اوباما څرګندونې خطرناکې بللې دي

د خپريدو وخت: 12:15 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391

د چین دولتي اژانس د سوریې د اتومي وسلو په اړه د ولسمشر اوباما پر څرګندون نیوکه کړې او هغه یې نامسوولانه خطرناکې بللې دي.

شنیخوا خبري اژانس وايي، امریکا په سوریه کې د پوځي مداخلې لپاره بهانه لټوي.

د دوشنبې په ورځ ولسمشر اوباما ویلي و، چې دی به د سوریې د حکومت له لوري د پوځي وسلو کارول او یا هم خوځول ونه شي زغملی.

د ښاغلي اوباما پردغو څرګندونو روسیې هم نیوکه کړې وه او ویلي، چې سوریه د اتومي وسلو دکارولو اراده نه لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .