'طالبانو خلک د پاخه سړک اړولو ته اړ کړي'

د خپريدو وخت: 04:32 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار سیمه ییزو چارواکو ویلي چې وسله والو طالبانو پنجوايي ولسوالۍ کې کریړ شوی پوخ سړک اړولی او ترې لاندې یې ماینونه خښ کړي دي.

سیمه ییزو خلکو ویلي طالبانو دوی اړ کړي چې د سړک په اړولو کې مرسته ورسره وکړي.

ویل کېږي چې د پنجوايي اړول شوی پوخ سړک له امریکايي پوځي اډې ایله څو کیلومتره لیرې دی.

که څه هم امریکايي اډلې پخپله فضا کې کامرې لرونکي بالونونه لري او هرڅه څاري، خو دا پوښتنه راپیدا شوې، چې د سړک اړوونکي یې ولې نه دي موندلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .