"قران ته په سپکاوي تورنه نجلۍ خوندي وساتﺉ"

د خپريدو وخت: 05:37 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391

د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنشنل له پاکستانه غوښتي چې مذهب ته د سپکاوي په قانون کې اصلاحات راولي.

دوی له پاکستان نه دغه راز غوښتي هغه مسیحي پيغله خوندي وساتي چې د ادعاو له مخې د قرانکريم د پاڼو سوزولو په تور بندي ده.

ریمشا چې شاوخوا یوولس کلنه ده او ويل کېږي رواني ناروغي لري د پنجشنبې په ورځ ترهغه وروسته اسلام اباد ته نیږدې ونیول شوه چې ځينو قهرجنو مسلمانانو یې د سزا غوښتنه وکړه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .