د ۳۴ وژل شويو کان کېدونکو وروستي مراسم ترسره کېږي

د خپريدو وخت: 09:02 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391

په سویلي افریقا کې د هغو ۳۴ کان کېندونکو وروستي مراسم ترسره کیږي، چې تېره اوونۍ د هغه هېواد پولیسو د تنخوا پر سر د احتجاج په ترڅ کې په ډزو وژلي وو.

دغه مراسم به په ځايي وخت پنځه بجې په ماریکانا ښارګوټی کې، چې دغه کسان په کې وژل شوي وو د پلاتينو کان ته څېرمه پیل شي.

د چارشنبې په ورځ اعتصابي کارکونکو د ولسمشر جاکوب زوما سوړ هرکلی وکړ.

ده وویل د هغه څه په اړه خواشینی دی، چې پېښ شول او ژمنه يي وکړه، چې د دې وژنو په اړه به تحقیقات چټک کړي.

سویلي افریقا د نړۍ د پلاتينو دریمه برخه تولیدوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .