د سوريې په لويو ښارونو کې درنه جګړه روانه ده

د خپريدو وخت: 10:12 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391

له سوریې څخه په راغلو رپوټونو کې ویل شوي، چې حکومتي ځواکونو د پلازمېنې دمشق په سویلي برخو کې د څرخکو او توپو په وسیله دروند بمبار کړی دی.

فعالان وايي پوځیانو چې ټانکونه هم ورسره وو د ښار په سویلي څنډو کې په یوه ښار ګوټي برید وکړ.

دوی وايي سرتېري اوس په داريا ښارګوټي کې کور په کور تالاشي کوي.

له حمص او حلب ښارونو څخه هم په ورکړل شویو رپوټونو کې ویل شوي،چې د توپخانې بریدونه په کې دوام لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .