مکسیکو کې پر امریکايي ديپلوماتانو ډزې شوې

د خپريدو وخت: 05:54 گرینویچ - شنبه‬ 25 اگست 2012 - 04 وږی 1391

په مکسیکو کې د امریکا د سفارت دوه کارکوونکي هغه وخت ټپیان شول، چې پلازمینې ته نژدې یې د سپرلۍ پر موټر ډزې وشوې.

د پېښې په اړه تر اوسه لا ډیر جزییات نه دي په ډاګه شوي خو د مکسیکو سمندري ځواکونونو په یوه اعلامیه کې دا منلې چې فدرالي پولیسو د کیورانواکا ښار ته نژدې پر امریکايي ديپلوماتانو ډزې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مکسیکو له چارواکو سره د پېښې د څېړنې په اړه کار کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .