مصر د رفح پوله پرانیسته

د خپريدو وخت: 05:21 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391

مصر د رفع پوله چې له غزې تراړې نه نورې نړۍ ته یوازینې لاره ده په بشپړه توګه پرانستې ده.

دا پوله درې اوونۍ مخکې وروسته له هغې وتړل شوه چې ۱۶ تنه مصري پوځیان د اورپکو له خوا ووژل شول.

که څه هم له دې پیښې یوه اوونۍ وروسته پوله یوڅه پرانستل شوې وه چې مصر کې فلسطینیان پرې تګ راتګ وکړي خو په بشپړه توګه نه وه پرانستل شوې.

خبریالان وايي د رفع پولې پرانستنه په غزې کې له واکمن حماس ګوند سره د مصر د اړیکو ښه کیدل ښي چې پر مصري پوځیانو له بریدو وروسته خرابې شوې وې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .