د لوګر د حج او اوقافو رییس وژل شوی

د خپريدو وخت: 08:59 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391

د افغانستان پلازمېنې کابل د څنګلوري لوګر ولایت د حج او اوقافو رییس مولوي غلام رسول ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژلی دی.

نوموړی د شنبې ورځې په ماښام د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ د واغجان په بازار کې په ډزو وژل شوی.

د لوګر امنیتي سرچینو ویلي چې برید پوځي یونیفورم اغوستونکو کړی دی او بیا تښتېدلي دي.

تر اوسه د غلام رسول د وژنې پړه چا نه ده منلې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .