طالبانو د ناټو د یوې چورلکې راغورځولو ادعا وکړه

د خپريدو وخت: 05:28 گرینویچ - سه شنبه 28 اگست 2012 - 07 وږی 1391

په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ویلي چې یوه چورلکه کې د افغانستان په سوېل کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده، خو طالبانو ویلي چورلکه دوی ویشتلې ده.

طالبانو ادعا کړې ده، چې دا الوتکه یې تېره شپه د لوګر مرکز پل علم په اړوند بابوس سیمه کې ویشتلې ده.

دوی ویلي چې الوتکه چینوک ډوله وه، چې د ادعا له مخې یې راکټي برید راوغورځوله.

طالبانو ویلي چې دا چورلکه سیمې ته د چاپې لپاره تللې وه، چې له لوېدو یې د دوی په وینا ''لسګونه'' کسان مړه او ژوبل شوي دي.

خو ایساف وايي چې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې الوتکه کې څوک نه دي خوږ شوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .