مصري پوځ په سيناء ټاپو کې عمليات درولي

د خپريدو وخت: 10:48 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391

د مصر پوځ په سيناء ټاپو کې د هغو ياغيانو پر وړاندې چې ۱۶ مصري سرحدي سرتېري يې وژلي عمليات درولي دي.

د دفاع وزارت وايي اوس له سيناء نه د خپلو پوځيانو د بېرته وېستلو لړۍ پيل کړې ده.

دوی وايي په دغو عملياتو کې يوولس اورپکي وژل شوي او ۲۳ نور ژوندي نيول شوي دي.

له غزې او اسرايیلو سره پر پوله په سينا کې له هغه وروسته ګډوډي زیاته شوې چې تېر کال ولسمشر حسني مبارک له واکه وپرځول شو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .